خبرونهاقتصاد

د آمو سیند لپاره اساسي پلان جوړېږي

کابل، د تلې ۴ مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین وايي چې د آمو سیند د تخریب مخنیوي لپاره به دغه موضوع له ریاست الوزرا سره شریکه کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو او څارنې معين شيخ محمد قاسم خالد دغه څرګندونې له تاجکستان سره پر پوله د آمو له سیند او آیخانم له بندر څخه د کتنې پر مهال کړې دي.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو معین شیخ مولوي محمد قاسم خالد د تاجکستان سره پر پوله د آمو له سیند او آیخانم له بندر څخه نن په داسې حال کې لیدنه کړې، چې پر مهال یې د کورنیو چارو وزارت معین مولوي نور جلال جلالي، د کرنې وزارت عمومي رئیس عبدالاحد خلیل، د تخار والي او امنیه قومندان هم حضور درلود.

شیخ خالد د لیدنې پر مهال ویلي چې آمو سیند د افغانستان ځمکې ویجاړې کړي. په خبره یې یاده موضوع به له ریاست الوزراء سره شریکوي چې د مخنیوي لپاره یې اساسي پلان  جوړ شي تر څو د آمو سيند په اوږدو کې د تخريباتو د مخنيوي لپاره قوي تحکيمات جوړ شي او د ځمکو د تخريب مخه ونيول شي.

ښاغلي خالد ویلي، چې دا یو سوداګریز بندر دی او د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې پر دغه بندر سربېره په ټولو سوداګریزو بندرونو کې د سوداګرو لپاره لا ډيرې اسانتياوې رامنځته کړي.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا