امنیت

اته تنه ډار اچوونکي په فارياب کې ووژل شول

ميمنه باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٠نيټه :
په  فارياب ولايت کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ  په يوه نښته کې  دواړو لورو ته د سر زيان واوښت .
د ٢٠٩شاهين قول اردو  وياند د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه شنبې په شپه د فارياب ولايت د بلچراغ ولسوالۍ پولې ته څېرمه په قوره چې  سيمې او د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې رامنځته شوې  چې  له امله يې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اودرې تنه ټپيان شول او د داعش ډلې پنځه تنه نور غړي د طالبانو له خوا اسيران شول.
دغه راز په دې نښته کې دداعش ډلې درې تنه غړي ووژل شول او اووه تنه نور داعشيان ټپيان شول.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته