سیاستخبرونهTOP

د آوانا د ۱۸مې عمومې غونډې غړو د ایران د اټومي انرژۍ له سازمان څخه لیدنه وکړه

کابل، د لړم ۴مه، باختر

د آسیا او اقیانوسيې هېوادونو د خبري آژانسونو(آوانا) سازمان د ۱۸مې عمومي ناستې غړو تېره ورځ د یارن د اټومي انرژۍ سازمان څخه لیدنه وکړه او د سوله ییزو اټومي پرمختګونو په برخه کې يې د دغه هېواد علمي او څېړنیز فعالیتونه او لاسته راوړنې له نږدې وکتلې.

د ایران مرستیال ولسمشر او د دغه هېواد د اټومي سازمان مشر محمد اسلامي د دغې لیدنې په ترڅ کې د ایران د اټومي صنعت او له هغه  څخه د غوره ګټې اخیستنې او د خلکو په ورځني ژوند او اقتصاد د اټومي صنعت د اغېزو په اړه مفصلې خبرې وکړې.

نوموړي همدارنګه د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان په اړه د آوانا د غړو پوښتنو ته هم ځوابونه وویل.

هېره دې نه وي، چې د آسیا او اقیانوسیې هېوادونو د خبري اژانسونو سازمان (آوانا) ۱۸مه عمومي ناسته وړمه ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې پیل شوه او نن به هم دوام وکړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا