سیاست

د ملي دسترخوان برنامه، له منفي اقتصادي اغېزو، بېوزلۍ او لوږې سره د مبارزې لپاره، یو ستر ګام دی

کابل/ د چنګاښ ۳۱مه/ باختر
د ملي دسترخوان برنامه له منفي اقتصادي اغېزو، بېوزلۍ او لوږې سره په مبارزه کې يو ستر ګام دي.

د جمهور رییس ویندوي صديق صديقي نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو مرکز کې په يو خبري کنفرانس کې په دې اړه وویل: د افغانستان پارلمان د حکومت د سترې ملي برنامې په اړه، چې په سختو شرایطو کې بېوزله خلکو ته د مرستو رسول دي، منفي نظر ورکړی دی. هغه زیاته کړه: ملي دسترخوان یوه مهمه برنامه او پر ټولنه باندې د اقتصاد له منفي اغېزو، بېوزلۍ او لوږې سره د مبارزې لپاره، ستر ګام دی.
صدیق صدیقي زیاته کړه: د افغانستان د حکومت له عمده مسوولیتونو څخه دا دی، چې په اضطراري شرایطو او په داسې وضعیت کې چې هېواد د کرونا ویروس له منفي اقتصادي اغېزو سره مبارزه کوي، خپل مسوولیت ادا کړي او د نړیوالو مرستو په راجلبولو سره، له خلکو سره کمک وکړي.
صدیقي په ډاګه کړه، چې د ملي دسترخوان برنامه، بېوزله قشر او هغو هېوادوالو ته د مرستو رسول دي، چې د لوږې له خطر سره مخ دي او دا د حکومت مسوولیت دی، چې دا دنده تر سره کړي. هغه ټینګار وکړ، له پارلمان څخه د حکومت او خلکو انتظار دا دی، چې لومړی د یادې ملي برنامې په اړه اړین  اطلاعات او معلومات ولري او د هغه اهمیت او حاکمو شرایطو ته په کتو سره خپل نظر وړاندې کړي.
صدیقي زیاته کړه، چې تر دې مهاله د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، فرصت نه دی پیدا کړی چې د ملي دستراخوان د سترې برنامې له پرانیستنې وروسته؛ د پارلمان غړو ته اړین توضیحات وړاندې کړي، دا ستره ملي برنامه د نړیوال بانک لخوا تمویلېږي او له لوږې، بېوزلۍ او د کرونا ویروس له امله له منفي اقتصادي اغېزو سره مبارزه یې، اساسي موخه ده.
د جمهور رییس ویاند وویل: د پارلمان له غړو څخه د حکومت هیله داده، چې د خپلو خلکو په څنګ کې ودرېږي او کله چې حکومت یوه ستره ملي برنامه تر لاسه لاندې نیسي؛ له هغې څخه ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه: که چېرې د پارلمان غړي د مرستو ضایع کېدو په اړه پوښتنې او یا اندېښنې لري، مهمه ده چې خپل قوي څارنیز رول ولوبوي او د ولسي تړون له شوراګانو سره، چې دغه برنامه پر مخ وړي، په څنګ کې ودرېږي او هڅه وکړي چې یادې مرستې خلکو ته ورسېږي.
د جمهور رییس ویاند وویل، د افغانستان حکومت له هغو کسانو سره په چلند کې جدي ژمنه لري، چې سرچینې او مرستې ضایع کوي او هېڅوک له دې څخه مستثنی نه دي. هغه وویل: هغه شکایتونه چې د وچې ډوډۍ وېشلو په وخت کې مطرح شوي، هغه ټول څېړل کېږي او هر څوک چې د مرستو د ضایع کېدو مسوولیت ولري، له هغو سره جدي او قانوني چلند کېږي. په دې برخه کې هر اقدام چې کېږي حکومت چمتو دی چې د حساب ورکولو او روڼتیا اصل په پام کې نیولو سره، خلکو او پارلمان ته خپل راپور وړاندې کړي.
دغه راز صدیقي وویل: د ملي دسترخوان برنامې تر پرانیستنې وروسته، د جمهور رییس خبرو په اړه، چې په افغانستان کې بېوزلۍ ته پکې اشاره شوې وه؛ ناسم پوهاوی شوی دی. هغه زیاته کړه، په ۱۳۹۵ کال کې له وروستۍ سروې څخه، د افغانستان حکومت د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې د بېوزلۍ کچه ۵۵ سلنه ښودل شوې ده. اوس مهال د احصایې او معلوماتو ریاست پر همدې موضوع کار کوي او تر راتلونکو څو میاشتو پورې به حکومت، په افغانستان کې د بېوزلۍ کچې په اړه نوې شمېرې ولري.
صدیقي وویل، هغه وړاندوینه، چې د افغانستان جمهور رییس کړې داده، چې که مونږ د یادې برنامي په پلي کېدو سره د بېوزلۍ زیاتېدو مخنیوی ونه کړو، دغه فیصدي به په احتمالي توګه لوړه شي. د معیارونو پر بنسټ، له دوه ډالره څخه د کورنیو کم عاید، د بېوزلۍ کرښه کې راځي، خو اړینه ده، چې حکومت له کرونا ویروس څخه د احتمالي خطرونو د سنجش لپاره، یو معیار په پام کې ونیسي، ځکه چې د ملي دسترخوان برنامې پوښښ، ۹۰ سلنه پوښښ دی.
د جمهور رییس ویاند، د کابینې غړو د بشپړېدو برخه کې د ځنډ په اړه وویل: هماغه ډول چې جمهور رییس د لوړې مراسمو کې وویل، د حکومت نوې کابینه به، ټولشموله او سیاسي او داسې کابینه، چې له ټولو قشرونو او د هېواد له  بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو څخه استازیتوب وکړي، تشکیل شي. صدیقي وویل: یو شمېر نوماندان چې د ډاکټر صاحب عبدالله لخوا څخه معرفي شوي، پر هغو معیارونو او وړتیاوو برابر ندي، چې باید د کابینې یو وزیر ولري او د ثبات ساتنې او د افغانستان د اوسني وضعیت څخه د تېرېدو لپاره موثر او ممد وي.  
هغه وویل: د جمهور رییس بله ملاحظه داده، چې د ډاکټر صاحب عبدالله لخوا څخه معرفي شوي نوماندان، د ملي شورا غړو پر هغو غوښتنو برابر نه وو، چې نوې کابینه، باید د افغانستان د ټولنې له ټولو قومي او ډله ییزو واقعیتونو څخه استازیتوب وکړي او هغوی ته د تایید رایو ورکولو امکان هم لرې وو.
###

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته