ټولنه

په پروان کې خلکو ته زيان واوښت

کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٦نيټه :
په پروان  ولايت کې دېرش کورونه  د سيلاونو د راوتلو له امله زيانمن شول.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د پروان والي فضل الدين عيارپه داسې حال کې  چې له طبيعي پيښو سره د مبارزې رئيس  انجينر محمدحيدري  ، دولايتي شورا غړى  عبدالخليل فضلي  او د نړيوالو موسسو استازي ورسره ملګري وو،  نن سهار د ښوونکو  په ښارګوټى کې د وروستيو اورښتونو اوسيلاونوله امله  د زيانمن شويو  کورنيوڅخه ليدنه وکړه.
د پروان والي  له زيانمنو شويو اوسيدونکوسره  په کتنه کې وويل   چې؛ له طبيعي پيښو سره دمبارزې او د نورو مرستندويو بنسټونوله خوا ستاسو د ستونزو د لرې کولو په برخه کې رسيده ګې کېږي.
د پروان والي دغه راز دسيمې له حلکو څخه وغوښتل  چې دسيلاونو په تګلور کې د استوګنې د کورورنو له  جوړولو څخه ډډه وکړي څو دسيلاونو له خطر څخه خوندي  پاتې شي . پاى ذکرالله  

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته