تالقان باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
په تخار کې اوسني جوي حالت ته په پاملرنې سره د اوبو د لګښتونو د مخنيوي په مقصد يوه غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه د تخارولايت د اوبو د تنظيم د رياست له خوا د دغه ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست د چارواکو او دبزګرانو داستازو او مخورو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې دتخارولايت مرستيال او سرپرست محمدفريد ذکي د دغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې په اوسني فصل کې دباران د اوبو دکمښت په پام کې نيولو سره زياتې هلې ځلې وکړي چې د اوبو له بيځايه لګښت څخه ډډه وکړي او د هغو په کارولو کې دې محتاط و اوسي.
دباخترآ ژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ؛ ذکې له بزګرانو څخه وغوښتل چې د شولو او د هغو نورو حبوباتو په کرکيله کې چې زياتو اوبو ته اړتيا لري کمښت رامنځته کړي او د دوبي په فصل کې دې داوبو پرسر د جنجالونو د رامنځته کيدو مخه ونيسي . پا ى ذکرالله
1 1 دقیقه لوستل