فرهنګ

د کابل ټايمز ورځپاڼې نوى آمر معرفي شو

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
د کابل ټايمز ورځپاڼې نوى  آمر نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو د چارو دمعينې له  خوا د دغې ادارې کارکوونکو ته  ور وپيژندل شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :
داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت د خپرونو دچارو معينې ميرمن  سيمن حسن زاده دکابل ټايمز ورځپاڼې د نوي آمر دمعرفي کولو په  وخت کې وويل :
زموږ  د ورځپاڼو په پنځه ګونې کورنۍ کې  کابل ټايمز هغه ورځپاڼه ده چې په انگليسي ژبه خپرونې  لري  او په هيواد او بهرکې  يې خپل ځاى  موندلى دى.
دې  په کابل  ټايمز ورځپاڼه کې ددغې ورځپاڼي د پخوانۍ دسرپرستې نجيبې مرام دهڅو اوهاند له امله  چې اوس د  انتخاباتو دبهير له   لارې د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو د رئيسې په توګه  ټاکل شوې  ده مننه  او قدرداني وکړه .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې دحميدالله ( عارفي ) د ټاکل  کيدو  چې د آزادې  سيالۍ له  لارې دغې ورځپاڼې ته  لاره موندلې ده مبارکي وويله او زياته يې کړه  چې يو فعال ځوان په دې څانګه  کې شامليږي او هيله لرم چې   په مسلکي  ژمنې سره   وکولاى شي  د دغې ورځپاڼې کار په  ښه او مسلکي  ډول  په سالمې سيالۍ سره پرمخ بوځي .
د کابل ټايمز نوي آمر حميدالله  ( عارفي )   په لنډو خبرو کې وويل :    يوه هيله  مي همدا  وه چې وکولاى  شم د کابل ټايمز له  لارې په   ښه توګه   د دندې په ترسره کولو سره خپل هېواد ته دخدمت جوګه شم  او ددغې ورځپاڼې دکيفيت  دښه والي  په لاره کې به هلې ځلې وکړم .
ده  ژمنه وکړه چې په  نه ستړې کيدونکې توګه به  کار وکړم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته