اقتصاد

د کابل بانک د تصفیې او د دغه بانک په قضیه کې د تورنو کسانو د عدلي او قضایي تعقیب د پرمختګ څرنګوالی و څیړل شو

کابل_باختر د مرغومي دمياشتې ١٤مه:
د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د کابل بانک د پورونو د حصول او تصفیې د پرمختګ د څرنګوالي په موخه غونډه جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبروکړ:
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه او په هغه کې قاضي القضات او د سترې محکمې سرپرست، د لویې څارنوالۍ مرستیال، د افغانستان بانک رئیس او د کابل بانک د تصفیې چارو اړوندو چارواکو حاضر وو، د اړوندې محکمې غړو او موظف کمیسیون د کابل بانک د پورونو د حصول او تصفیې د پرمختګ په اړه  خپل رپوټ غونډې ته وړاندې کړ.
همدا راز په دې غونډه کې د کابل بانک په قضیه کې د تورنو کسانو د عدلي او قضایي تعقیب په اړه هم په هر اړخیزه توګه خبرې وشوې.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د رپوټ له اوریدو وروسته، د راتلونکو اجرااتو لپاره اړوندو چارواکو ته  لازمې لارښوونې وکړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته