خبرونهروغتیا

د ابو علي سينا بلخي حوزوي او تدريسي روغتون کې د لاپاراسکوپي عملياتو څانګه پرانیستل شوه

کابل، لېندۍ ۲۱مه، باختر

د ابو علي سينا بلخي حوزوي او تدريسي روغتون کې د لاپاراسکوپي (لېزري) عملياتو څانګه پرانیستل شوه او د دغه روغتون د ډاکټرانو له خوا په يوه ورځ کې ۵ لوى لاپاراسکوپي عمليات په برياليتوب ترسره شول.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله توانا د دغې څانګې د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، چې دغه لاپاراسکوپي عملياتي خونه په پرمختللو وسایلو سمباله ده.

نوموړي ډاکټرانو ته په وینا کې وويل، چې د بلخ د حوزوي روغتون جراحانو يو ارمان په کور دننه د لاپاراسکوپي عملياتو ترسره کول او زده کول وو، چې الحمدلله نن ۵ پېچلي عمليات په برياليتوب ترسره شول.

د بلخ د عامې روغتيا رييس وويل، چې په دې څانګه کې د ځوانو متخصصينو لپاره مسلکي زده کړې برابرې شوې او اوس هغوى په نظري او عملي توګه د ګلوبل لاپاراسکوپي ټولنې له استادانو سره اړيکې لري او کولاى شي د هغوى له تجربو ګټه واخلي.

توانا زیاته کړه، چې د لاپاراسکوپي یا لېزري عملیاتي خونې پرانیستل د بلخ او د هېواد د شمال زون د خلکو لپاره یوه ښه لاسته راوړنه او زېری ده، چې مخکې له دې خلک د دغو عملیاتو لپاره بهرني هېوادونو ته تلل، چې له 2 څخه تر 3 زره امریکایی ډالرو پرې لګښت راته خو، له نېکه مرغه نن دا عملیات د ابو علي سینا بلخي روغتون د ډاکټرانو له خوا په وړیا توګه ترسره کېږي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا