فرهنګ

باميان به داسيا دجنوب دهيوادونو دفرهنګي پروګرامونو دجوړولو ډګر وي .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې باميان داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دبهرنيو چارو وزارت دسيمه ئيزو همکاريو په پرله پسې هلوځلو سره په  ٢٠١٥ کال کې دسارک دسازمان دپايتخت په توګه ونومول شو.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دبهرنيو چارو وزارت ويندوى احمد شکيب  مستغني  په دې خبري غونډه کې وويل، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت او دبهرنيو چارو وزارت دسيمه ئيزو همکاريو  درياست اوپرله پسې  او اغيزمنو  هلوځلو سره دباميانو ښار په ٢٠١٥ ميلادي کال کې داسيا دجنوب دهيوادونو دسازمان يا سارک د فرهنګ دلومړني پايتخت په توګه معرفي شو چې دوه ورځې مخکې ديو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين له خوا ونومول شو.
ده وويل : ټاکل شوې ده په راتلوونکي کال کې دباميانوښار د اسيا دجنوب دهيوادونو دنندارتونونو سميينارونو  موسيقي  دپروګرامونو او دسيمه ئيزو نڅاوپه ګډون دسارک دسازمان دغړو هيوادونو دفرهنګي پروګرامونو او داسيا دجنوب دهيوادونو دلاسي صنايعو او دهنرونو دنندارتونونو، ادبي جشنونو  د خوړو  دنندارتونونو او خلکو  ددودونو او عنعناتو دمعرفي کولو دوريښمو دلارې او دبودا دشپې دجشن ډګر وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته