نړۍ

طالبان په افغانستان کې دداعش پرخلاف دامريکا جګړه څه ډول تعبيروي .

نيويارک باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
  دنيويارک ټايمز ورځپاڼې  په خپلې وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې دناتو دسرتيرو له خوا ديوه افغان پوليس  دوژل کيدو په باره کې يومطلب  خپور کړى دى . ددغې ورځپاڼې په ليکنه دغه پوليس چې دناتو په پوځيانو ډزې وکړې دمتقابل  بريد له امله ټپي شو او په روغتون کې يې ساورکړه .
ددغه پوليس وژل کيدل يوه بله پيښه ده چې ښي لاتراوسه پورې  هم دافغانستان  دامنيتي ځواکونو په ليکو کې داسې کسان شته چې يا دطالبانو تراغيزې لاندې راغلي دي اويا دهغو نورو ستونزو له امله چې لري يې په خپلو بهرنيو متحدينو بريدونه کوي .
په امريکايي متحدينو دافغان پوځيانو له خوا ډير زيات بريدونه په ٢٠١٣او ٢٠١٤ ميلادي کلونو کې ترسره شول  چې کله ناکله  طالبانو داردو او پوليسو په ليکو کې نفوذ کاوه او دافغان امنيتي پوځيانو دجامو په کارولو سره يې په بهرنيانو بريدونه کول .
خو ورځپاڼه  زياتوي چې ددغه شان بريدونو دتکرار دمخنيوي لپاره په جدي اقداماتو او په ٢٠١٤ ميلادي کال کې له افغانستان څخه ديوزيات شمير محاربو امريکايي پوځيانو په وتلو سره  دغو بريدونو بيخي کمښت وموند .
ورځپاڼه زياتوي چې په ٢٠١٤ کال کې په يوله دغو بريدونوکې آن دهارالد ګرين په نامه يو امريکايي تورنجنرال ووژل شو چې دويتنام له جګړې وروسته ډير جګپوړې امريکايي منصبدار و چې له دغه هېواد څخه په بهر کې  وژل شوى دى .
په دغه شان حالت کې دورځپاڼې  په ليکنه حتمي نه ده چې دپوځيانو په ليکو کې ددښمن په نفوذ سره  بهرنيانو ته ګواښ پيداشي  خو کله ناکله افغان پوځيان دهغو ستونزو له امله چې لري يې له دې لارې خپله غوصه ښيي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته