امنیت

هغه ميرمن چې څلور ورځې مخکې اورورته اچول شوى و پرون مړه شوه .

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
هغه ميرمن چې دپنجشنبې په ورځ په کابل کې دخپل ميړه او دکورنۍ د دوو تنو غړو له خوا اور ورته اچول شوى و دسختې سوځيدنې له امله پرون مړه شوه .
داستقلال روغتون يوه خبرځاى چې ميرمن راحله پکې بستره وه دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغې ميرمنې په بدن دسوځيدنې کچه لوړه وه او داکار د دې دمړينې سبب شو .
ميرمن راحله دپنجشنبې په ورځ دکابل ښار دهنګرانو په سيمه عامه محضر کې دميړه او خواښې او نندرور له خوا اور ورته واچول شو که څه هم ددغې ميرمنې ميړه تښتيدلى دى خو هغه له يوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي دي چې ده خپلې ميرمنې ته اورنه دى اچولى بلکې ميرمنې يې په ځان تيل شيندلي دي .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو دتحقيقاتو رييس جنرال فريدون عبيدي ويلي دي چې پوليس هلې ځلې کوي چې دميرمن راحلې ميړه او د کورنۍ دوه تنه نور غړي چې په دې پيښه کې لاس لرى ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته