خبرونهورزش

د اتفاق آرش فوټبال لوبډلې د غور، غوره لیګ سیالیو اتل ولي خپله کړه

کابل، د تلې٣ مه، باختر

په غور کې د فوټبال غوره ليګ سيالۍ پرون د اتفاق آرش لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

د باختراژانس د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدۍ مناسبت د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس، د بدني روزنې او ورزش امر او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، د غور د فوټبال فدراسيون رييس حاجي جان محمد  حيدري وويل چې دغه سيالۍ يوه نيمه مياشت مخکې د لسو لوبډلو ترمنځ په فيروز کوه ښار کې پيل شوې وې، چې د اتفاق آرش لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې.

حيدري زياته کړه چې په دغو سياليو کې د اتفاق ارش لوبډلې لومړی مقام، د ښاروالۍ لوبډلې دويم مقام او د ګروپ کمپني هاى خراسان لوبډلې درېيم مقام وګاټه.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا