
کابل، د وږي ۲ مه، باختر
د اتفاق اسلام ورځپاڼې د فعالیت ۱۰۲ مه کالیزه پرون د هرات د والي، د دولتي ادارو د رییسانو، فرهنګیانو، لیکوالانو، خبریالانو او د پوهنتون استادانو په ګډون په هرات کې په یوه غونډه کې ونمانځل شوه.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نوراحمد اسلام جار د اتفاق اسلام ورځپاڼې د فعالیت ۱۰۲ مې کالیزې د مبارکۍ په ترڅ کې وايي چې د اتفاق ورځپاڼه زموږ د یوې پېړۍ د تاریخ او فرهنګ ښکارندوی دی او د هغې د ساتنې لپاره باید جدي هڅې وشي.
مولانا اسلام جار وايي چې د اتفاق اسلام ورځپاڼې د ۳ سوه شمېرو چاپول د هرات د علم او فرهنګ ښار ته بسنه نه کوي باید د دغې ورځپاڼې د چاپ شمېر زیات شي او د هرات ټولو سیمو ته ورسېږي.
اسلام جار زیاتوي چې د انټرنټ او د مجازي فضا شتون د پخوا په نسبت د مطالعې کچه کمه کړې ده.
د هرات والي له خلکو وغوښتل چې مطالعې ته مخه کړي او د مطالعې فرهنګ ترویج کړي، په همدې حال کې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر فرید احمد ایوبي وايي هڅې کوي چې د ورځپاڼې تېراژ زیات کړي.
ایوبي له ټولو لیکوالانو وغوښتل چې د اتفاق اسلام ورځپانې ته د مطالبو په لېږلو سره همکاري وکړي او د ورځپاڼې په بډاینه کې ونډه واخلي.
له بله پلوه یو فرهنګي ولي شاه بهره وايي چې د اتفاق اسلام ورځپاڼه د تاسیس له وخت څخه تر اوسه پورې ځانګړی ځای لري.
بهره وايي چې د دغې ورځپاڼې د فعالیت په یوه پېړۍ کې مهمو او سترو ملي شخصیتونو په دغې ورځپاڼې کې کار کړی او دغه ورځپاڼه زموږ د نیکونو فرهنګي میراث دی.
له بله پلوه د هرات ښاروالۍ سرپرست استاد محمد جاوېد مایار د اتفاق اسلام ورځپاڼې د ۱۰۲ کالیزې مبارکۍ په ترڅ کې خلک د کتاب او ورځپاڼې د مطالعې فرهنګ ته رابللي.
په همدې حال کې د هرات رسانه یي او فرهنګي فعال ظاهر وايي د دې اړتیا ده چې د اتفاق اسلام په ورځپاڼه کې نويو او روزنیزو مطالبو ته ځای ورکړل شي.
له بله پلوه د اتفاق اسلام ورځپاڼې مدير فایق هروي وايي چې دغې ورځپاڼې د فعالیت له پيل څخه تر اوسه پورې ځنډ نه درلود، د ورځپانې مدیر وویل چې د ورځپاڼې د تېراژ د زیاتولو او د چاپي کیفیت او دو رنګه چاپ په اړه هڅې دوام لري.
د دغې غونډې په دوام د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم الحق حقاني ویدیويي پيغام چې د هېواد مرکز ته د هغوی د سفر په دلیل ثبت شوی و خپور شو.
مولانا حقاني په خپل پیغام کې د اتفاق اسلام ورځپاڼې د کارکوونکو د کارونو قدرداني کړې او ویلي یې دي، چې د اتفاق اسلام ورځپاڼه د هرات د څه د پاسه سلو کلونو د ویاړ سند دی.
د یادونې وړ ده چې د اتفاق اسلام ورځپاڼه د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نشراتي ارګان دی د ۱۲۹۹ کال د وږي په لومړۍ نېټه د عبدالله قانع هروی له خوا په هرات کې تاسیس شو او تر اوسه پورې فعالیت کوي.
دغه ورځپاڼه په هرات او افغانستان کې یوه معتبره خبري سرچینه ده چې د هرات افغانستان او نړۍ په اړوند مطالب له معتبرو منابعو څخه چمتو او خپروي.
ع