سیاست

دعدلي اوقضايي ارګانونو دهمغږۍ غونډه جوړه شوه .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دسترې محکمې درييس قانونپوه سيديوسف حليم  په لارښودې وينا سره دکابل ولايت  دعدلي اوقضايي ارګانونو دهمغږۍ غونډه نن جوړه شوه
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبرورکړ :په دې غونډه کې دسترې محکمې رييس قانونپوه سيديوسف حليم دلنډې وينا په اورولو  سره وويل چې دعدلي اوقضايي ارګانونو دهمغږۍ غونډې  دجمهوري رياست دعالي  مقام  له فرمان سره سم دمرکز او ولايتونو په کچه دبنسټونو ترمنځ دهمغږۍ دتامينولو او دکاري چلنجونو دڅيړنې په موخه جوړيږي لکه څنګه چې دعالي شورا يوه موخه دجمهور رييس په مشرۍ  دقانون واکمني او عدلي اوقضايي  کميټه دجمهوري رياست ددويم مرستيال په مشرۍ   دقانون واکمني  او عدلي اوقضايي  کميټه دجمهوري رياست ددويم مرستيال په مشرۍ ، دعدلي اوقضايي  ارګانونو ترمنځ دهمغږي پيداکول او د قانون دواکمنۍ ټينګښت اودقضايي عدالت رعايتول  دي له دې امله دشکلي قوانينو رعايتول ددوسيو په تحريک او څيړنه کې دعدلي اوقضايي  بنسټونو دکار بنسټ دى  او دقيق اجراات  او قانوني همغږي  دکشف ،  تحقيق او محاکمې بهير اصولي  تګلوري ته برابروي او دعادلانه  قضايي  تصميمونو دنيولو زمينه برابروي  چې دهمغږۍ غونډې دمطلوبو  او هدفمندو مناسباتو دټينګښت په لاره کې ځانګړى ارزښت لري
دسترې محکمې رييس دغه راز زياته کړه :که څه هم دکابل ولايت دعدلي اوقضايي ارګانونو دهمغږۍ غونډه په ځنډ سره جوړه شوه خو دټولو امنيتي برخو، څارنوالۍ ، محکمواو دنورو اړوندو ادارو دمسوولينو شتون دهيلې سبب دى چې په اداري ، وثيقو  او جزايي برخه کې دکاري ستونزو په حل کولو سره وکولى شي خپل اجراات قانونمند تګلوري ته برابر کړي .
ستره محکمه حاضره ده هغه پيچلې  مسئلې  چې حل کول يې ددغو غونډو له لارې  امکان ونه لري دقانون دواکمنۍ له عالي شورا سره طرحه کړي او په  دې برخه کې  به  له هيڅ راز همکارۍ  څخه ډډه ونه کړي .
دسترې محکمې رييس زياته کړه:  درې واړه  امنيتي  ، عدلي اوقضايي  بنسټونه دعدالت  دتامينولو  دملا تير  دى . او بايد  دګډې همکارۍ دروحيې په پيداکولو او دقانوني صلاحيتونو  په چوکاټ کې او  کاري  استقلال ته په درناوي سره  دعدلي اوقضايي  څيړنو بهير  په مطلوب ډول  اجرا کړي .
  ديادونې وړ ده چې    دکابل ولايت  داستيناف محکمې درييس  ،  دکابل ولايت دمرستيال  ،  دمدافعو وکيلانو دخپلواکې ټولنې درييس  ،  دکورنيو چارو وزارت دڅارنوال  ،  دعدليې وزارت ددولت دقضاياو دلوى رييس  ، دکابل ولايت  دجنايي جرمونو دتحقيقاتو درييس ،  دحوزوي  محکمو درييسانو او څارنوالانو ، او داړوندو ادارو دنورو مسوولينو په ګډون  غونډه په اجندا کې  دشاملو موضوعګانو په باب  خبرې وکړي  او دستونزو په حل کولو کې لازم تفاهم وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته