خبرونهورزش

د اتک انرژۍ لوبډلې د لوېدیځ زون د فوټبال سیالیو اتلولي خپه کړه

کابل، د زمري ۹ مه، باختر
د اټک انرژي ټیم د افغانستان لوېدیځ زون د فوټبال پيل شویو سیالیو اتلولي خپله کړه.
دغه ټیم له څلورو لوبو څخه د دولسو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د اتلوالۍ جام وګاټه او په دې اتلوالۍ سره یې د هېواد لویدیځ زون په استازيتوب د افغانستان د اتلانو په لیک کې د ګډون جواز ترلاسه کړ.
په دغو سیالیو کې د نیمروز ابومسلم ټیم دویم او د فراه ابومسلم بختاور ټیم دریم مقام وګاټه.
د باخترآژانس د خبرله مخې، په دغو سیالیو کې د اټک انرژۍ د ټیم لوبغاړی جواد الکوزي د دغو سیالیو غوره لوبغاړی او د دغه ټيم بل لوبغاړی حمیدالله کریمي د اتو ګولونو په وهلو سره د دغو سیالیو غوره ګول وهونکی او د اټک انرژۍ ټیم ګول ساتوونکی فیصل حمیدي د ښه ګول کیپر لقب وګاټه.
ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا