سیاست

جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د یو شمېر ولایتونو له ملکي او نظامي مسوولینو سره خبرې وکړې

کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :       
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې له توحید ملي مرکز څخه د میدان وردک، سرپل، جوزجان، غزني، ارزګان، بغلان او پکتیا ولایتونو والیانو، د امنیه قومندانیو او قول اردوګانو له قومندانانو او د ملي امنیت له رئیسانو سره د جلا ویډیو کنفرانسونو له لارې د هغوی راپورونه واورېدل.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس غني د یادو ولایتونو د ملکي او نظامي مسوولینو د راپورونو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته هغوی ته د امنیت د لا ښه تامین او د امنیتي تهدیدونو د دفعه کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
جمهور رئیس له یادو مسوولینو سره د خبرو پرمهال وویل: د دوی د وړاندیزونو په اړه به د وسله ‏وال پوځ د اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې له تصمیم نیولو وروسته اقدامات وشي.#
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته