سیاست

احمد ضيا مسعود:خلک دې اجازه نه ورکوي چې طالبان دپروژو دنه تطبيق سبب شي .

کابل باختر د وري اوومه :
داصلاحاتو  اوښې حکومتوالۍ په چارو کې  دجمهور رييس  فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود  نن  دپروان ولايت  د نهه ګونو ولسواليو  دخلکو له استازو او مجاهدينو سره وکتل.
  دجمهور رييس دفوق العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .  دپروان دخلکواستازو  له احمد ضيا مسعود څخه  وغوښتل چې دامنيتي  ، اقتصادي  اوروغتيايي ستونزو دڅيړنې او دغه راز  دامنيتي ځواکونو په ملاتړ دمقاومت شورا  دجوړولو لپاره  دې  دغه ولايت ته سفر وکړي .
  دپروان ولايت مجاهدينو  دجمهور رييس  فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود ته وويل :  تاسې  دپروان دخلکو له پتې څخه  دحکومت  په چوکاټ کې  يوازني  مشخصه پته  ياست . اوبايد امنيتي انديښنې او د خلکو  اقتصادي او سيمه ئيزې ستونزې جمهور رييس ته وليږدوي .
  دپروان ولايت دمخورواومجاهدينو  دڅرګندونوله مخې ،  دخلکواوحکومت ترمنځ واټن  د زياتوالي په حال کې دى او حکومت هم  دخلکو دستونزو  دڅيړنې لپاره  کمه پاملرنه کوي.
داصلاحاتو او ښې حکومتوالي په چارو کې دجمهور رييس  فوق العاده استازي  احمد ضيا مسعود  دطرحه شويو ستونزو په منلو سره وويل :  چې په تيرو څوارلسو کلونوکې  په  مرکز پورې  متمرکزاداري سيستم  دټولو هېوادوالو لپاره  دانډوليزو خدمتونو  دوړاندې کولو دپڅوالي سبب شوى دى .
دجمهور رييس  فوق العاده استازي  ټينګار وکړ  چې  په اڼدوليزې  نه پرمختيا  دبرياليتوب  او په ښه توګه  او يوشان ټولو هېوادوالو ته  دخدمتونو دوړاندې کولو لاره  دحکومت په جوړښت کې دپراخو اصلاحاتو رامنځته کول دي .
  ده زياته کړه : دښو خدمتونو دوړاندې کولو  دبدلون درامنځته کولو او  دافغانستان دخلکو  دژوندانه په چاروکې دبدلون په کار کې  دجمهور رييس  نه ستړي کيدونکو هڅو ته په پاملرنې سره  ددې اړتيا احساسيږي  چې دولايتونو دواليانو ،  وګړنيو شوراګانو او د ولسوالانو صلاحيتونه زيات شي .  چې دخدمتونو  د وړاندې کولو  او  دهېواد په ټولوسيموکې  دپروژودتطبيق  بهير  ګړندى شي .
احمد ضيا مسعود زياته کړه :  چې  طالبان به  خپل ټول قوت په روان کال کې  دهېواددامنيتي ځواکونو او دحکومت دکمزوري کولو لپاره  وکاروي .  خو خلک بايد اجازه ورنه کړي  چې  طالبان بيا  دهېوادوالو دعادي ژوندانه  خنډ  او دټولګټو پروژو  دنه تطبيق سبب شي.
  مسعود دغه راز دپروان ولايت  له اوسيدونکوڅخه وغوښتل چې  خپلې سيمه ئيزې  اړتياوې  او  پيشنهادونه  له  دولتي مراجعو څخه په ليکلې ډول  دده دفتر ته  وليږي  چې دهغوى  دڅيړنې لپاره  اقدام وشي .
دغه راز دجمهور رييس فوق العاده استازي ژمنه وکړه چې په پروان کې  دمقاومت شورا دجوړولو او هم  دپروان  داوسيدونکو دڅيړنې لپاره به  په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه ولايت ته سفر وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته