کابل باختر دتلي څوارلسمه
افغان پوځي مقامات وايي چې په زابل ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې نهه تنه ياغي طالبان ووژل شول .
په دغو ياغيانو پرون کله چې داټغر ولسوالۍ په بشيي کاريز سيمه کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و دافغان ځواکونو او دناټو دپوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي رفيع الله باختر اژانس ته وويل چې په دغو پوځي عملياتو کې نهه تنه ياغي طالبان ووژل شول .
دزابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دويندوى دڅرګندونو له مخې په دې پيښه کې دياغيانو په لسګونو جنګي وسايل ، يوه اندازه چاوديدونکې توکو او اووه موټرسايکلونه دافغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ويل کېږي چې ددغو ياغيانو قوماندان هم ددغو پوځي عملياتو له امله په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
دزابل ولايت امنيتي مقامات وايي چې په دغو عملياتوکې افغان ځواکونو دناټو پوځيانو اوملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتي .