کابل باختر د ليندۍ اتلسمه :
دملي پوليسو ځواکونو پرون په ننګرهار ولايت کې ديوه کور دپلټنې په وخت کې يوزرو اته سوه کيلوګرامه چرس ترلاسه کړل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه توکي دننګرهار ولايت ددوربابا ولسوالۍ په مربوطاتو کې داستوګنې په يوه کور کې دپوليسولاس ته ورغلي دي .
ددغو توکو په اړوند څوک نه دى نيول شوى اوددغې قضيې دعاملونو دپيژندنې او نيولو لپاره دپوليسو پلټنې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ