امنیت

دلغمان دمحکمې يو قاضي په جلال آباد ښار کې ووژل شو

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
دلغمان ولايت دمحکمې يو قاضي نن سهار دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې ديوه مقناطيسي  ماين دچاودنې له امله ووژل شو .
قاضي محمود حسن کله يې چې غوښتل دلغمان ولايت په استيناف محکمه کې دخپل کار دفتر ته لاړ شي  دجلال آباد ښاردعيدګاه جومات ته څيرمه  دماين دچاودنې بريد پرې وشو.
  په دې پيښه کې ددغه قاضي دوه تنه کوچني ماشومان هم ټپيان شوي دي .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه دلغمان ولايت دمحکمې ددغه قاضي د سپرلۍ په موټر کې دلګول شوي مقناطيسي  ماين زيږنده ده ؛ تراوسه پورې ددغې چاودنې  مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته