سیاست

د بلخ د سرحدونو، قومونو او قبايلو د چارو رياست نوى تاسيسات ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٢٣
دبلخ ولايت د سرحدونو ، قومونو او قبايلو د چارو رياست نوى تاسيسات ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه تاسيسات د دولت له بودجې څخه د شپږ اعشاريه پنځو مليونو افغانيو په لګښت دمزارشريف په ښارکې جوړ شوي دي .
نوى تاسيسات اته اداري خونې ، دکنفرانس سالون او نور ضروري ملحقات لري.
د سرحدونو ، قومونو او قبايلو د چارو وزارت معين عبدالغفور احمدزي ددغو تاسيساتو د پرانيستلو په مراسموکې دباختر آژانس خبريال آزرده ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې خلکوته دښو خدمتونو د وړاندې کولو او دخپلو کاري کچو د لوړولو لپاره د افغانستان په کچه دځينو تاسيساتو په جوړولو لاس پورې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته