(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنهTOP(PS)

د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې په انګړ کې د ۱۱،۲ میلیونه افغانیو په لګښت د موټرو تمځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د غوايي ۱۶مه، باختر

د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې د مرکزي ودانۍ په انګړ کې د ۱۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو د یوه عصري تمځای جوړولو چارې بشپړې او نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد تمځای د پرانیستې په مراسمو کې د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رئيس ډاکټر فقير محمد زیار او د دغې ادارې یو شمېر مسوولینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د رياست الوزرا دفتر عمومي رئيس د یاد تمځای جوړېدل نېک اقدام وباله او زیاته يې کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي، چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره رغنیزې پروژې ترسره او خلکو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

نوموړي په ځانګړې توګه د کابل ښاروالۍ او ملي پراختیا شرکت کړنې د پام وړ وبللې.

د احصايې او مالوماتو ملي ادراې عمومي رئيس ډاکټر فقير محمد زیار په یادو مراسمو کې وویل چې یاد سرپټی تمځای د ۱۱.۲میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیا شرکت له لوري په عصري بڼه د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له داخلي بودېجې څخه جوړ شوی دی، چې د کابو ۸۰ موټرو د ځایېدو وړتیا لري، او موټر به په کې له لمر او باران څخه خوندي وي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې د دې ترڅنګ، د څه باندې ۱،۳ میلیون افغانیو په ارزښت د تیلو یوه ذخیره هم جوړه شوې، چې په یوه وخت ۲۱ زره لیتره ډیزل او ۲۱ زره لیتره پټرول پکې زېرمه کېدای شي.

سرچینې د احصايې او مالوماتو ادارې او خدماتو ریاست له کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د تمځای ساتلو او مراقبت ته جدي پاملرنه وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د احصايې او مالوماتو ملي ادارې عمومي رئيس په نږدې راتلونکي کې د دغې ادارې په اړوند د ورته نورو پروژو د پرانیستل کېدو خبر هم ورکړ.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا