فرهنګ

دافغانستان خپروونکو دالمان دفرانکفورت دکتاب په نړيوال نندارتون کې ګډون وکړ .

کابل باختر  دتلي نولسمه :
دالمان دفرانکفورت دکتاب په شپږ شپيتم  نړيوال نندارتو ن کې  دافغانستان په ګډون دنړۍ دسلو هيوادونو خپروونکو ګډون کړى دى.
دباختراژانس دخبر له مخې ، سږ کال دفرانکفورت دکتاب اووه شپيتم نندارتون دنړۍ دسلو هيوادو په ګډون او د اووه زره  غرفو په جوړيدو سره دالمان دبهرنيو چارو دوزير  فرانک والتر اشتاين له خوا  دروان کال دتلې دمياشتې په شپاړلسمه  نيټه پرانستل شو.  دغه نړيوال نندارتون دپنځو ورځو لپاره پرانستى دى چې دفرانکفورت  دکتاب دنندارتون درې لومړۍ ورځې سوداګرو ، دچاپ او خپرولو دصنعت  ماهرانو ته ځانګړي شوې اوددغه نندارتون دوه وروستي ورځې دعامه  ننداره کوونکو پرمخ پرانستې دي .  دالومړى ځل دى چې دافغانستان کورنۍ خپرونې په مستقيم ډول  په دغه  ستر نړيوال نندارتون کې په يوې غرفې او پنځلسو  عنوانو کتابونو سره برخه اخلي .
په ٢٠١٣ ميلادي کال کې دعرفان خپرونو چې دايران په هيواد کې فعاليت کوي په دغه نندارتون کې ګډون کړى و .  دعازم خپرونو ، دفرانکفورت  دکتاب په نندارتون  کې دافغانستان په نامه  يوازنۍ  عرفه پرانيستي  و او په پښتو ، درى او انګليسي ژبو يې ١٥ عنوانه کتابونه نندارې ته ړاندې کړي دي .
  دافغانستان دخپرونکو داتحاديې درييس او دعازم خپرونو دمسوول اجمل عازم دڅرګندونو له مخې، ټاکل شوې وه دخيام خپرونې هم دفرانکفورت په نندارتون کې برخه واخلي  خو داړتيا وړ سندونودنه بشپړولو په دليل په دې بريالى نه شوه چې دالمان ويزه ترلاسه کړي .   ده په دغه نندارتون کې دافغانستان رول ډير بې خونده وباله او ويې ويل سږ کال موږ يواځې وغوښتل هلته خپل شتون وښيو چې افغانستان هم په دې برخه کې کار کوي . دالمان دفرانکفورت  دکتاب نندارتون  په نړۍ کې دکتاب ستر نندارتون دى چې هرکال يوځانګړي ميلمه  لري او سږ کال دفنلند هيواد ځانګړي ميلمه دى چې په دغه نندارتون کې يې دفنلند په باب څه دپاسه ٢١٠ عنوانه کتابونه نندارې ته وړاندې کړي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته