امنیت

د هېواد د خپلواکۍ په ورځ پېښو کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

 کابل / د زمري ۲۹ مه / باختر
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي: په کابل کې د هېواد د خپلواکۍ د بیا ترلاسه کولو په ورځ، د طالبانو د توغنديو د توغولو په پایله کې، ۳ تنه شهیدان او ۱۶ تنه نور ټپیان شول.
باختر آژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین له خولې خبر ورکوي چې د ۱۴ توغندیو د توغولو په پایله کې ۳ تنه شهیدان شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
په شهیدانو کې ۲ دولتي کارکوونکي شامل دي او د ټپیانو له جملې څخه ۶ یې ملکیان دي چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛ پرون سهار د ۹ بجو او ۳۵ دقیقو په شاو خواکې ۱۴ توغندي په دوو موټرو کې چې د کابل ښار په اتمې او اوولسمې ناحیو کې درول شوي وو؛ توغول شوي دي چې د کابل ښار د لومړۍ، دویمې، نهمې، لسمې او شپاړسمې ناحیو په مربوطاتو کې لګيدلي دي.
ویل شوي دي چې د دغو توغندیو له جملې څخه یو یې د جمهوري ریاست پر ماڼۍ او نور یې د استوګنې پر کورونو لګيدلي دي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته