سیاست

جمهور رېيس محمد اشرف غني قندهار ته د نويو هيلو سره سفر درلود

قندهار باخترد وږي د میاشتې ۱ اوله
جمهور رېيس محمد اشرف غني د قندهار وګړو ته نوي هيلي ورکړې، د هغوی ستونزي يې واورېدې او د حل په برخه کې يې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د هيواد په کچه د جمهور رېيس روان فعاليتونه وستايل او يادونه يې وکړه، چې افغانستان اوسمهال په هره برخه کې ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دی.
وېسا دغه راز جمهور رېيس ته د قندهار ستونزې بيان کړې او د حل په برخه کې يې د پوره همکارۍ هیله وکړه.
په همدې مهال د قندهار د ولايتي شورا رېيس حاجي سيد جان خاکرېزوال د خپلې وينا په ترڅ کې جمهور رېيس ته ډاډ ورکړ.
خاکريزوال زياته کړه چې د قندهار وګړي تل د دولت ملاتړ کوي او په هره برخه کې همکارۍ کولو ته چمتو دي.
په ولسي جرګه کې د قندهار د خلکو استازي تورن عبدالخالق بارکرزي په دغه ولايت کې د اوبو د بندونو پر جوړېدو ټينګار وکړ او زیاته يې کړه چې په دې سره به نه يوازي کروندګرو ته په منظم ډول اوبه ورسيږي، بلکي د برېښنا د توليد ښه سرچينه هم کېدلای شي.
د قومونو او قبايلو چارو وزير ګل اغا شېرزي هم  پر سوله او امنيت ټينګار وکړ، هغه زياته کړه، که د هيواد په کچه د سولې او امنيت په برخه کې کار وشي، نو په هره برخه کي پرمختګ او لاسته راوړني درلودلای شو.
په غونډه کې د قندهار يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو، مېرمنو او ځوانانو هم ویناوې وکړې، او د روغتيا، پوهنې، لوړو زده کړو او ځينو نورو برخو کې يې خپلې  ستونزې له جمهور رېيس سره شريکې کړې.
جمهور رېيس محمد اشرف غني د مشرانو د ستونزو له اورېدو ورسته  د خبرو تر پېلېدو مخکې د قندهار په شاوليکوټ، خاکرېز او نېش ولسواليو کې د ورستيو بدو پېښو د شهيدانو روح ته دعا وکړه.
جمهور رېيس د افغانسان په اړه د امريکا د نوي ستراتيژۍ په اړه د غونډي برخوالو ته مالومات ورکړل او زیاته يې کړه، چې نور به د امريکا حکومت د افغانستان له خلکو او دولت سره دوامداره همکار کوي او په دې برخه کې يې د امريکا له جمهور رېيس ډونالډټرمپ څخه ځانګړې مننه وکړه.
هغه وویل چې د ګاونډيو هيوادونو او نورو بهرنيانو سره کينه نه لرم،خو سوله مو لومړی پيغام دئ او له هر چا سره سوله کوو.
جمهور رېيس د قندهار د برېښنا د ستونزې يادونه وکړه او زیاته يې کړه ، چې د قندهار د برېښنا لپاره ۴۷۶ ميليونه ډالره ځانګړي شوي او ډېر ژر به د وارداتي برېښنا ستونزه حل شي.
د وویل چې د سولر برېښنا جوړولو لپاره به هم هڅې وکړي او د سوداګرو په همکاري به لس مېګاواټه برېښنا د قندهار لپاره جوړه کړي.
د غونډي په ورستيو کي د کندهار د ولايتي شورا رېيس او يو شمېر نورو قومي مشرانو جمهور رېيس محمد اشرف غني ته د اعزاز لنګوټه وتړله او ډاډ يې ورکړ، چې د قندهار وګړي به همېشه د خپل حکومت سره همکار پاتې شي او تل به يې ملاتړ وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته