ټولنه

په لغمان کې د ښکلی ژوند، سمسوره مېنه تر سرلیک لاندې د سلګونه زره نیالګیو د کېنولو سرتاسري کمپاین پیل شو.

 کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٨ :
د لغمان ولایتي ادارې، د مرکز په ګډون د پنځه ګونو ولسوالیو د مشرانو، ځوانانو او د مدني ټولنو د استازو له خوا په لغمان کې د ( ښکلی ژوند سمسوره مېنه او راځۍ چې د راتلونکو نسلونو لپاره چاپېریال زرغون کړو )  تر سرلیک لاندې د سلګونه زره نیالګیو د کېنولو سرتاسري کمپاین نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د ولایت د مرستیال الحاج شهزاده مظلوم یار، د ولایتي شورا د استازي عتیق الله عبدالرحیمزي، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي، د ولایت د بېلا بېلو ادارو د مسوولینو، مشرانو، ځوانانو، ورزشکارانو او د مدني ټولنو د استازو له خوا د یو یو نیالګي په کېنولو سره رسما پیل شو.
د نيالګيو د کېنولو پرمهال د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د لغمان د سمسورتیا او ښېرازۍ لپاره ټول ولسونه باید که یو نیالګی د ځان په خاطر کېنوي نو یو بل دې هم د خپلې خاورې د آبادۍ لپاره کېنوي او تر څنګ يې په دوامداره توګه پالنه او ساتنه وکړي.
ده  د خپلو خبرو پر مهال وویل د ابادۍ، پرمختګ او سمسورتیا د فکر لارویان همېشه لږ وي، ولې د ورانۍ او ویجاړۍ همفکري خلک ډېر زیات وي، خو زموږ هڅه به دا وي چې د داسې خلکو فکرونه او اذهان هم دې ته جوړ کړو څو زموږ سره د پرمختللي او سمسور لغمان لپاره د همت ملا وتړي او له غلطو  لارو را وګرځي.
ده زياته کړه چې د نیالګیو کېنولو دا سرتاسري کمپاین چې په دې نامه  نومول شوی، هیله مو هم دا ده چې د هېواد د پرمختګ، ابادۍ او ښېرازۍ په برخه کې نور ټول ولسونو سره لاسونه یو کړي او په ګډه کار وکړي.
د یادونې ده چې سږ کال به په ټول لغمان کې شا وخوا ( ۹۰۰ ) زره نیالګي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د شخصي قوریه لرونکو له خوا تولید شوي چې پرلغمان سربېره په شا و خوا ولایتونو کې به د سمسورتیا په موخه کيښودل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته