کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د ملي پوليسو ځواکونو پرون پنځه سوه پنځوس کيلوګرامه اپين په نيمروز ولايت کې ترلاسه کړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه توکي د پوليسو د ځواکونو له خوا د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي.
ددغې پيښې په اړوند د نشه يي توکو دوه تنه قاچاق وړونکي له يوکلاشينکوف سره نيول شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ