امنیت

په کندز کې يوه سرتيري اته ساعته له طالبانو سره جګړه وکړه او شپږ تروريستان يې ووژل ،.

کابل باختر د وږي ٦مه :
په کندز کې يوه سرتيري  په يوازيتوب سره له طالبانو سره اته ساعته  جګړه وکړه اووکولاى شول چې شپږ ډار اچوونکي ووژني .
حمد الله په داسې حال کې چې دکندز دقلعه ذال ولسوالۍ دافغان مزار غونډۍ په ساحه کې له تنکسه سره مخامخ شوى و او هره شيبه دهغه دوژل کېدو احتمال متصور و،  تسليم نه شواو په پاى کې  په دې بريالى شو له طالبانو سره له اته ساعته جګړې وروسته خپل مقابل  شپږ يرغلګر ووژني او په خپله روغ رمټ پاتې شي .
هغه تصوير چې له دغه سرتيري  څخه په ټوليزو شبکو کې خپور شوى دى هغه ستړې او له خاورو او دوړو څخه ککړ ښي .
  حمد الله وويل :ومې ليدل چې له څلورو لورو څخه طالبان په ما ډزې کوي ماهم په خداى توکل وکړ او په مقاومت مې لاس پورې کړ په پاى کې  مې شپږ طالبان ووژل او په خپله وژغورل شوم .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختراژانس ته وويل چې حمد الله له وسله والو طالبانوسره ډيره سخته جګړه کړې ده او دستاينې اوقدرداني  وړ دى .  ختم_ ف_اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته