کابل باختر دثوردمياشتې ١٠ نېټه :
د حکومت او د رسنيو د ګډې کمېټې غړى عزيز تسل وايي: دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي ١٧٢ قضيې د څېړنې په مقصد محکمو ته ليږل
شوي دي.
د حکومت او رسنيو دگډي کمېټې غړي عزيزاحمد تسل د باخترآژانس له خبريال سره په مرکه کې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي او د خبريالانو د دوسيو د څېړنې په باب معلومات ورکړل او ويې ويل ؛ چې له پنځلسو کلونو را په دې خوا د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي زر د وسيې موجودې وې چې ځينې دوسيې يې د وخت تېريدو ته په پاملرنې سره له حقوقي پلوه د څېړنې وړ نه وې او ځينې دوسيې دګډې کمېټې له لارې حل شوي دي خو ١٧٢ قضيې د حکومت او د رسنيو دګډې کمېټې له خوا څېړل شوي او د تعقيب په مقصد محکمو ته سپارل شوي دي.
د ده د څرګندونوله مخې؛ ٤٦ تنه مجرمين هم د محکمو د حکم په نتيجه کې جيلونو ته اچول شوي دي.
د عزيزاحمدتسل د څرګندونو له مخې؛ د حکومت او رسنيو دګډې کمېتې له خوا د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي د دوسييو د څېړنې بهير بشپړ شوى دى، هغه خبريالان چې د تاوتريخوالي لاندې نيول شوي دي د دوى د شکايت له ليکلو وروسته په يوه اوونۍ کې د دوى دوسيې څېړل کېږي .
عزيزاحمدتسل وويل چې؛ د حکومت او د رسنيو ګډه کمېټه په ولايتونو کې هم جوړه شوې ده چې د خونديتوب د ولايتي کمېټې په نامه نومول کېږي او هغه خبريالان چې تر تاوتريخوالي لاندې نيول کېږي کولاى شي په ولايتي کمېټو کې خپل شکايت ثبت کړي.
د تسل د څرګندونوله مخې؛ د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي ټولې قضيې په ٢٠١٧ ميلادي کال کې څېړل شوي دي او تورن کسان څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
ده ټينګار وکړ چې؛ په دغه کال کې د خبريالانو پرخلاف د دولتي کارکوونکو ، امنيتي منسوبينو او د ډاراچوونکو له خوا تاوتريخوالى شوى دى.
د حکومت او د رسنيو د ګډې کمېټې د دغه غړي د څرګندونو له مخې؛ د ډاراچوونکو پېښو په وخت کې د خبريالانو غيرمسلکي چلند او د امنيتي منسوبينو چلند د تاوتريخوالي د زياتوالي له عواملوڅخه دي او دغه راز د تاوتريخوالى له عاملينو سره د خبريالانو تفاهم ددې سبب کېږي چې د تاوتريخوالي معافيت زيات شي.
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنيو يا نى کلنى رپوټ ښيي چې په ٢٠١٧ کال کې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي ١٦٠ پېښي ثبتې شوي دي چې ٢١ تنه وژل شوي او ٤١ تنه نورټپيان شوي دي.
د نى دکلني رپوټ له مخې ؛ د تاوتريخوالي زياتې پېښې د ډار اچوونکو له خوا چې ٦٧ پېښې دي ترسره شوي دي ٢٧ پېښې د ناپيژاندو کسانو له خوا ٦٢ پېښې د دولتي بنسټونو د مسوولينو له خوا او ١١ پېښې د رسنيو د خاوندانو له خوا ترسره شوي دي چې ګوښه کول او د معاش نه ورکول هم پکې شامل دي.
0 2 دقیقې لوستل