(PS)خبرونه(PS)نړۍ

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه کې دوه سرتېري وژل شوي دي

۱۵– بهرنۍ رسنۍ، د غوايي۲۴مه

ټاکل شوې چې د اذربایجان او ارمنستان جګپوړي چارواکي د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره بلجیم ته سفر وکړي، خو په تازه نښتو کې د دواړو هېوادونو یو یو سرتېری وژل شوی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپورنو له مخې د دواړو هېوادونو پوځیانو په سرحدي سیمو کې په یو بل په داسې حال کې ډزې کړي چې ټاکل شوې د آذربایجان جمهور رئیس الهام علیوف او د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشنیان د یکشنبې په ورځ د بلجیم پایتخت بروکسل کې خبرو ته سره کښیني.

د ارمنستان د دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې په تازه شخړو کې د بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه هم کار اخیستل شوی او په ډزو کې د ارمنستان یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

ها خوا بیا د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې په سرحدي سیمو کې یې په ځواکونو ارمنستان لخوا د بې پیلوټه الوتکو برید شوی او یو سرتیری یې وژل شوی.

د یادونې وړ ده چې تازه جنجال دوه اوونۍ وړاندې هغه وخت پیل شو چې اذربایجان د لاچین په ولسوالۍ کې د تالاشۍ پوسته واچوله او ارمنستان دا کړنه د اوربند څخه سرغړونه بللې ده.

بهیر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا