امنیت

د امام صاحب ولسوالۍ د هېواد د پوځيانو تر ادارې لاندې ده

کندز باختر دغبرګولي دمياشتې  ١٤ :
د دولت  دولس تنه وسله وال مخالفين تېره شپه د کندز ولايت د امام صاحب په ولسوالۍ کې ووژل شول.
د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي باختر آژانس ته وويل: وسله والو مخالفينو دکندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د سرحدي پوليسو او د سيمه ييزو پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او تر اوسه پورې د غيرت په نامه د هغوى د يوه قوماندان په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
دغه راز يوه زغرواله واسطه چې له مخالفينو سره وه، هم له منځه وړل شوې ده.
ضيايي زياته کړه چې کومکي ځواکونه ساحې ته استول شوي او د دغې ولسوالۍ  حالت د امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې دى چې له دې پلوه کومه انديښنه شتون نلري .
د ٨٠٨ سپين زر زون قوماندان دغه راز دګل تيپې په نوې جوړې شوې ولسوالۍ  کې د پامير د عملياتو د انکشاف يادونه وکړه او زياته کړه  چې د دغې ولسوالۍ په حکيم باى کلي کي عمليات دوام لري چې تر اوسه پورې اووه تنه وسله وال مخالفين وژل  شوي او څلور تنه نور  يې ټپيان شوي دي.
ده دغه راز وويل چې د دغې ولسوالۍ درې کلي د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاک شوي او په ډير لنډ ممکن وخت کې به دغه ولسوالۍ په بشپړه توګه  د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شي  .
ضيايي وويل چې په دغملياتوکې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته