نړۍ

ميرضايوف دازبکستان دجمهور رييس په توګه انتخاب شو.

-تاشکند- دويچه وله – باختر دليندۍ دمياشتې ١٦
په ازبکستان کې د دوشنبې دورځې دانتخاباتو نتيجه وښودله چې د ازبکستان لنډمهال مشر ميرضايوف په انتخاباتو کې په يادونې وړ برياليتوب سره داسلام کريموف له مړينې وروسته ددغه هيواد د دويم جمهور رييس په توګه انتخاب شو.
دازبکستان دانتخاباتو مرکزي کميسيون ويلي دي:- لومړنۍ نتيجې ښيې چې ميرضيايوف دمنځنۍ په آسيا دغه هيواد کې ديکشنبې دورځې په انتخاباتو کې په سلو کې ٨٨ ،٦رايې چې ٣٢ ميليونه تنه وګړي لري او دانتخاباتو دود پکې شتون نه لري ،خانته اختصاصې کړي دي .
دميرضيايوف لپاره درايو دشمير دغه زياتوالى چې ټاکل شوې ده دپنځوکلو لپاره دحکومت په سرکې د چارو واګي په لاس کې ولري، ددغه هيواد دپخواني جمهور رييس کريموف انتخاباتي برياليتوب رايادوي چې د ٢٧ کلونو لپاره دسرچينو او مالونو له پلوه ددغه بډاى هيواد مشرتوب کاوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته