روغتیا

په هډوکې ماتوونکو اوسوځيدلو په ناروغيو اخته درې څلويښت تنه ماشومان په المان کې له درملنې وروسته هيواد ته راستانه شول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٩ :
درې څلويښت تنه ماشومان چې په هډو کې ماتوونکو اوسوځيدلو په ناروغيو اخته و  له درملنې وروسته له المان  څخه هيواد ته ر استانه شول.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  دافغاني سرې مياشتې دټولنې دتشريفاتو رييس عنايت الله وايي درې څلويـښت تنه ماشومان چې په هډوکې ماتوونکو اوسوځيدلو په ناروغيو ناخته وو په المان کې له شپږمياشتني درملنې اوبيارغاونې وروسته هيواد ته راستانه شول.
ده زياته کړه  دماشومانو ددرملنې بهير چې دهډوکې ماتوونکو اوسوځيدلو په ناروغيو اخته دي له څه دپاسه پنځه ويشتوکلونو را په دي خوا  په المان کې دوام لري او يو زيات شمير  افغان ماشومان په دغه هيواد کې تداوي اوهيواد ته راستانه شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته