ټولنه

دحامدکرزي د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام

کابل/ باختر/ د چنګاښ د مياشتې ١٢
د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چی د هېواد جهادی شخصیت او د حزب اسلامی د اجرائیه شورا غړی الحاج خالد فاروقی در ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پتې کړي دي.
دحامدکرزي دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
ارواښاد فاروقي د افغانستان د خلکو د جهاد وتلې او پېژندل شوې څېره وه چې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت له کلکو پلویانو څخه و.
ده د پخواني جمهور د سلاکار وزیر او د ملی شورا د غړي په توګه هم دنده تر سره کړې او خپلو خلکو او هېواد ته یې بې سارې خدمتونه کړي دي. د ده مرګ یوه لویه ضایعه ده.
د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد کورنۍ او دوستانو ته وړاندی کوم او د لوی خدای (ج) له درباره ارواښاد ته د جنت برین او کورنۍ ته یې د جمیل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته