سیاست

د ماليې وزير د ( ٣+٣+٥) د ډلې د تمويلوونکو هېوادونو له سفيرانو سره وکتل

کابل باختر د ليندى  پنځلسمه :
د ماليې وزير اکليل حکيمي د ( ٣+٣+٥) د ډلې د تمويلوونکي هېوادونو له سفيرانو سره د جمهوري رياست په ارګ کې وکتل .
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دماليې وزير په دې کتنه کې د بروکسل کنفرانس د تطبيقي پروګرام او عملي اجرااتو، د حکومت د اجرااتو، اصلاحاتو، له فساد سره د مبارزې، اقتصادي ودې، دوه اړخيزو ژمنو، ملي عوايدو، د ګمرکاتو اکاډمۍ د پرانستلو او د ملي بودجې په باب معلومات وړاندې کړل. 
د ماليې وزير د ( ٣+٣+٥) د ډلې د سفيرانو د ملاتړ او همکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه او ويې ويل: د ماليې وزارت کارکوونکو يو تطبيقي پروګرام برابر کړى دى چې کابينې  ته وړاندې او له نړيوالو مرستندويانو سره شريک شوى دى.   
د ( ٣+٣+٥) د ډلې سفيرانوپه بروکسل کې د افغانستان د برياليتوب هرکلى وکړ او د خپلو مرستو د دوام ډاډ يې ورکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته