امنیت

په غزني کې چاوديدونکي توکي کشف شول

 کابل باختردوږي دمياشتې ١٨ :
په غزني ولايت کې دملي اردو ميشتوځواکونو دوه بوري چاوديدونکي توکي کشف اوترلاسه کړل.
ويل کېږي دغه چاوديدونکي توکي دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي و.
د٢٠٣ تندرقول اردو د دريمې لوا دعامه اړيکومسوول نظيف الله باختر اژانس ته وويل : ددغې لوا منسوبينو دګزمې په وخت کې دوه بوري تروتيل ډوله چاوديدونکي توکي  دوسله والو مخالفينو له خواپه يو ګڼ ميشته سيمه کې په ماهرانه ډول ځاى پرځاى شوي و کشف اوشنډ کړل.
دپيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته