امنیت

په لغمان کې دطالبانو دهاوان دبريد له امله پنځو تنو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د وږي  دريمه :
په لغمان ولايت کې په يوه کور دهاوان دماين دلګيدو له امله يوه ښځه ووژل شوه .
او ددريو تنو ماشومانو په ګډون څلور تنه  نور ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته هغه وخت  رامنځته شوه چې دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوندو کسانو دلغمان ولايت په مرکز مهترلام ښار پورې اړوند دبسرام  په نامه داستوګنې په ساحې  دهاوان بريدونه وکړل .
دلغمان دوالي وياند سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوه ښځه ووژل شوه او ددرېو ماشومانو اويو نارينه په ګډون څلور تنه ټپيان شول.
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل وبلل خو تراوسه پورې داستوګنې  په دې سيمې دهاوان دبريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
په همدې حال کې دلغمان  په مرکزي روغتون  کې ډاکترانو ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته