خبرونهTOPټولنه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتيا

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري، چې د تېر کال په څېر د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم او رمضان المبارک په میاشتو کې د هېواد په نظامي مراکزو او دغه راز په ملي راډیو تلویزیون کې په پښتو او دري ژبو د قرآن کریم د ژباړو او تفسیر دورې ترسره کړي.
د دغو چارو د سرته رسولو لپاره د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د سرپرست مولوي نورمحمد ثاقب په مشرۍ د وزارت د مشرتابه په کچه یوه کمیټه له تېرو څو اونیو راهیسې په مرکز او ولایاتو کې د هېواد له شیوخو او جیدو ديني عالمانو سره په اړیکو او د ژباړو د ځایونو په تنظیم بوخت دي او له پرلپسې مجلسونو او مشورو وروسته پرېکړې وشوې، چې د پلازمېنې کابل په ګډون به د ټول هېواد په دوه سوه او دوه (۲۰۲) نظامي ځایونو کې او دغه راز په ژوندۍ بڼه په ملي راډیو تلویزیون کې د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر دورې ترسره کېږي.
د قرآن کریم د ژباړې او تفسیر دورې به د شعبان المعظم له لومړۍ نيټې څخه پيل او د رمضان المبارک میاشتې تر (۲۵) نیټې به دوام وکړي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا