سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين : ډار اچوونه دملتونوګډ دښمن دى .

کابل باختر دغبرګولى  لومړي :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون دناتو په دفاعي  پوهنتون کې وينا وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې وينا کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په پاريس او بروکسل کې دتروريستي پيښو قربانيانو ته دډاډ ګيرنې دمراتبو په څرګندولو او په کابل کې دوروستي تروريستي  بريد په يادونې سره څرګنده کړه چې  تروريزم  دملتونو ګډ دښمن دى اوبايد پرخلاف  يې صادقانه  او ګډه مبارزه  وشي .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي  معين په دې وينا کې دهېواد داوسنيو مهمو سياسي ، امنيتي  او اقتصادي موضوعګانو او حالاتو ،د حکومت دسولې دهڅو او په دې برخه کې دپرمختګونو او دغه راز په بيلابيلو برخو کې دافغانستان دوروستيو برياليتوبونو په باب خبرې وکړې .
   دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په پاى کې دمهاجرينو دبحران، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې او دافغانستان دامنيتي اوسياسي مسئلو په اړوند دطرحه شويو پوښتنو په وړاندې څرګندونې وکړې .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته