سیاستخبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او د دیني مراکزو د انسجام نوی معین معرفي شو

 کابل، د تلې۲۰مه، باختر

شیخ عزیز الرحمن منصور چې د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د ۵۹۱ مې ګڼې حکم پر بنسټ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اسلامي عرفان او دیني مراکزو د انسجام معینیت لپاره د نوي معین په توګه ټاکل شوی و، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما د یاد وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

دغه مراسم چې د یاد وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د چارو ادارې د لوی ریاست مالي او اداري معین مولوي عبدالسلام حقاني، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالطیف منصور، د ارشاد حج او اوقافو وزارت مالي او اداري معین مولوی عارف الله عارف او د افغانستان اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو پکې ګډون کړی و.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دغو مراسمو کې وویل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په تشکیل کې د اسلامي عرفان او د دیني مراکزو د انسجام معینیت د اسلامي امارت د تګلارې پر بنسټ دی.  په ورته وخت کې شیخ عزیزالرحمن “منصور”  چې تازه يې د اسلامي عرفان او دیني مراکزو د معین په توګه دنده پیل کړه، عرفان او تصوف یې د اسلام دین یوه لویه شعبه وبلله او ژمنه يې وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په چوکاټ کې د ملي او اسلامي فرهنګ د ارزښتونو د ساتلو او پیاوړي کولو په موخه به هڅې وکړي.

هغه زیاته کړه له اغیارو سره د پردي فرهنګ پر وړاندې د مبارزې یوه لار د افغانانو ترمنځ یووالی دی او افغانستان باید په دیني او عصري علومو کې ځان له نړۍ سره سیال کړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا