سیاست

دمشرانوجرګې دغونډې اجندا وټاکل شوه .

کابل باخترد غبرګولي شپږمه :

دمشرانوجرګې درييسانو دکميټې په غونډه کې نن دسنا مجلس  ددويم نايب  ډاکتر محمد اصف  صديقي په مشرۍ  جوړه شوه وپتيل  شوه چې دروان کال دغبرګولي  دمياشتې په لسمه نيټه ديکشنبې  په ورځ دافغانستان  داسلامي  جمهوريت او دترکيې  جمهوريت ترمنځ  دستراتيژيکي  همکاريو او دوستي موافقه ليک او هم دباميانو ولايت ته دديني ، فرهنګي  ، پوهنې او دلوړو زده کړو  دکميسيون دسفر رپوټ   عمومي  غونډې ته وړاندې شي .

دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ.  په دې غونډه کې دغه راز وپټيل شوه چې دروان کال دغبرګولي  دمياشتې په دولسمه نيټه دسه شنبې په ورځ  دمالياتي چارو دادارې دقانون طرحه دې د تصويب په مقصد  دمجلس په کاري اجندا کې  ونيول شي  او هم دې دښار جوړولو دچارو وزارت   دساختماني  چارو ستر سلاکار دپارلمان دنوې ودانۍ دکار پرمختګ په باب لازم معلومات دغونډې له غړو سره شريک کړي .

دغه راز درييسانو په کميټه کې غړو ته دروغتيايي کارتونو دصادرولو مسئـله دجيلونو او توقيف خونو دحالت په باب  ديوې اوريدونکي غونډې  دجوړولو داړتيا ،  له وزيرانو سره دسناتورانو دکتنو دتنظيم ،  دملي شورا  انګړ ته دحکومتي مسوولينو او نورو دوسايطو دتګ راتګ دمخنيوي  په باب خبرې وشوې  او لازم تصميمونه ونيول شول .

دغه راز  دملي شورا دامنيتي چارو رييس  هم دملي شورا په چاپيريال کې له اړتياو او غوښتنو سره سم  دځينو نويو امنيتي  تدبيرونو په باب  معلومات وړاندې کړل او د ډاډمن امنيت دتامينولو  په لاره کې  يې ځينې نظريې  درييسانو له کميټې سره  طرحه کړې اودتاييد وړ وګرځيدې .

په دې غونډه کې دمشرانو جرګې  ددارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله  هاشمي  دملي راډيو ټلويزيون تر څنګ دملي شورا دټلويزيوني شبکې دفعاليت دڅرنګوالي ،  دپارلماني  ټلويزيون دفعاليت دڅرنګوالي او د روان مالي کال  لپاره دماليې وزارت له خوا دهغې دتشکيل او بودجې دتدارک په باب دجمهوري رياست دچارو  دادارې دموظفې  کميټې تصميم وړاندې  کړ او درييسانو کميټې دغه رپوټ  تاييد کړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته