خبرونهفرهنګټولنهTOP

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجيانو پاتې ٥١٥ ډالره بيرته ورکړل

 کابل، د وږي١٩مه، باختر

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حاجيانو پاتې ٥١٥ ډالره بېرته هغوى ته ورکړې.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست ډاکټر شيخ الحديث نور محمد ثاقب د مراسمو په ترڅ کې ٥١٥ ډالره او ٣٨ سنټه چې د حاجيانو د لګښت له پيسو څخه پاتې وې بېرته هغوى ته ورکړې.

هغه وويل چې په ١٤٠١ کال کې له هر حاجي څخه د حج د لګښت لپاره یاد وزارت ٤١٣٠ ډالره اخيستي و، چې ٣ زره ٦١٤ ډالره يې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا مصرف شوې دي او له هر اړخيزې محاسبې وروسته ٥١٥ ډالره او ٣٨ سنټه بېرته هر حاجي ته ورکول کېږي.

هغه زياته کړه:  سږ کال د حج په مراسمو کې د افغانستان څخه ١٣ زره حاجيانو ګډون کړى و،  چې ټولې پيسې ٥٣ میلیونه٥٧٣ زره ٥٤٧ ډالره کېږي چې ۴۶ میلیونه ۹۲۷ زره ۹۱۵  ډالره يې د حج په مراسمو کې لګول شوي او ۶ میلیونه ۶۵۵ زره ۶۳۲ ډالره پاتې وې چې نن دغه پيسي د هېواد په مرکز او ولايتونو کې بېرته ټولو حاجيانو ته ورکول کېږي.

هغه له حاجيانو وغوښتل چې د خپلو پيسو د ترلاسه کولو لپاره په مرکز کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او په ولايتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو رياستونو ته ورشي.

هغه  سږکال د حج بهير کاميابه وباله او ويې ويل: د ١٤٠١ کال د حج بهير شفاف او کاميابه و او موږ وکولاى شو په کم لګښت سره افغان حاجيانو ته بېلابېلو برخو کې ښه  خدمتونه وړاندې کړو.

\  ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا