
کابل، د زمري ۲۳مه، باختر
ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په دوام، نن د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسئولینو د دغه وزارت کلنی راپور له رسنیو سره شریک کړ.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث زر محمد حقاني وویل چې د لومړي ځل لپاره دغه وزارت د هېواد د مساجدو ټولو امامانو او خطیباتو لپاره یوه متحده خطبه چې په کې د خطبې ارکان، سنن او آداب رعایت شوي دي؛ د ۶۵ زره نسخې په تیراژ چاپ کړې او په مرکز او ولایتونو کې یې وېشلې ده.
حقاني زیاته کړه چې د هېواد په مرکز او لایتونو کې د شعبان له لومړۍ نېټې څخه د رمضان المبارک تر ۲۵مې پورې د شیوخو او علمای کرامو له لوري، د افغانستان اسلامي امارت په ۲۱۲ نظامي مرکزونو کې د قرآن عظیم الشان د ترجمې او تفسیر دورې ترسره شوې دي.
د حقاني په وینا، په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه ۱۲۴ مدرسو او دارالحفاظونو ته د جواز فعالیت صادر شوی او د اوقافي ملکیتونو له مستاجرینو څخه څه د پاسه ۱۲ میلیونه ۶۶۲ زره افغانۍ باقیات او مقروضیت راټول شوي دي.
د حقاني د څرګندونو له مخې؛ په ۱۴۰۱ مالي کال کې څه د پاسه ۱۳۹ میلیونه افغانۍ اوقافي عواید راټول شوي چې د ۱۴۰۰ مالي کال په نسبت ۵۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د یاد وزارت د مسئولینو د معلوماتو له مخې؛ د حج پروسې د ښه مدیریت او د حاجیانو د تنظیم او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د حج چارو د انسجام کمېټه جوړه شوې او د ۱۴۰۱ مالي کال د حج لګښتونو اضافي پیسې بېرته حاجیانو ته ورکړل شوې دي. دغه راز په سعودي عربستان کې حاجیانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره تړونونه لاسلیک شوي او حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېش په موخه د پاسپورټ له عمومي ریاست سره هم هوکړه لیک، لاسلیک شوی دی.
هېره دې نه وي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې، د کابل ښار د ناحیو په کچه، د ۱۰۹۹ رسمي او د ۱۶۴۰ غیر رسمي مساجدو په اړه معلومات ثبت او ډیټابېس کړي دي.
وهاج