ټولنه

په لوګر پوهنتون کې دوې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

پل علم/ باختر/ د وري د میاشتې ۱۸ مه
د څه د پاسه دوه میلیونو افغانیو په لګښت په لوګر پوهنتون کې دوې پروژې نن ګټې اخستنې وسپارل شوې.
د لوګر پوهنتون رئیس عبدالناصر ستانکزي د باختر آژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دغو پروژ کې د کمپیوټر لب او د کیمیا د څانګې د محصلینو لپاره د لابراتوار خونې شاملې دي چې په مټ به یې د محصلینو زیاتې ستونزې اوارې شي.
په ورته وخت کې د لوګر والي محمد انور خان اسحاق زي په هېواد کې د څو لسیزو ناورین د ناپوهۍ بیلګه وبلله او له خلکو څخه يې وغوښتل چې په خپلو ماشومانو زده کړې وکړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته