امنیت

د دريو قوماندانانو په ګډون ٥١ طالبان ووژل شول

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
په هلمند ولايت کې د امنيتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتوکې د وسله والو طالبانو د دريو تنو قوماندانانو په ګډون ٥١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او وسلې او مهمات يې هم د امنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
  د هلمند د والي وياند عمر ځواک باخترآژانس ته خبرورکړ:
امنيتي  ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتونوکې په هغو عملياتوکې چې د هلمند ولايت په بېلابېلو سيموکې يې ترسره کړل؛  ٥١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
دغه عمليات د ګرمسير او نادعلي ولسواليو او په لښکرګاه  ښارکې ترسره شول چې له امله يې ٥١ تنه طالبان وژل شوي دي.
په وژل شويوکسانوکې د شيرآغا مولوي ابرار او ثاني عمر په نومونو درې تنه طالب قوماندانان هم وژل شوي دي .
دغه راز په دغه ولايت کې په نورو عملياتوکې ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته