امنیت

په سمنګانوکې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو ملاتړ

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
د سمنګانو ولايت په سلګونو تنو جهادي قوماندانانو، عالمانو، د مدني ټولنو غړو او خلکو د هيواد له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د سمنګانو ولايت په مرکز کې جوړه شوې وه؛ ددغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال محمد باقر مسعود وويل: دغه غونډه د دولتي واکمنۍ د ټينګښت، د سمنګانو په شپږګونو ولسواليو او مرکزکې د امنيت د تامينولو او د دښمن له ګواښونو سره د مقابلې په خاطر له امنيتي ارګانونو او پوليسو سره د خلکو د پيوستون او همکارۍ په خاطر جوړه شوې ده .
ده د دغه ولايت د ښه امنيت په باب خلکو ته ډاډ ورکړ او له خلکو څخه يې هم وغوښتل: که چيرې هر راز مشکوک عملونه ګوري؛ د هغو په باب دې امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړي او له دې لارې دې د هيواد د دفاع او د امنيت د تامينولو په خاطرخپله فعاله ونډه ترسره کړي.
د ولايتي شورا رييس سيد عبدالعظيم سادات وويل: د سمنګانو د ولايت خلک د امنيت د تامينولو په مقصد هر وخت د دولت ترڅنګ ولاړ دي او د هيواد او ملي نواميسو دفاع کوي.
دغه راز په دې غونډه کې د عالمانو د شورا منشي قاري سيف الدين سعادت د عالمانو په استازيتوب، بريالى سمنګاني د جهادي قوماندانانو په استازيتوب او محمد نادر د سپين ږيرو په استازيتوب د امنيت د تامينولو، سولې او د هيواد په پرمختګ او ترقۍ د  هغو د اغيزو او د هيواد د روانو حالاتو په باب ويناوې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته