سیاست

جمهور رئیس غني د سارک سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نیپال ته روان شو

کابل_ باختر د ليندۍ د مياشتې ٤مه:
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د آسیا د جنوب د همکاریو د سازمان (سارک) د مشرانو په اتلسمه غونډه کې دګډون په موخه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د نیپال پلازمېنې کتماندو ته روان شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوې دي:
د هېواد جمهور رئیس به نیپال ته د دغه درې ورځني سفر په بهیرکې د سارک سازمان د مشرانو په غونډه کې پرګډون او وینا سربیره د نیپال له جمهور رئیس ، صدراعظم او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو او دغه راز د آسیا د جنوب د همکاریو د سازمان (سارک) د غړو هېوادونو له ځینو مشرانو سره په جلا جلا ډول وګوري او د سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په باب به ورسره بحث او خبرې وکړي.
له جمهور رئیس غني سره په دغه سفرکې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضراراحمد عثماني او د جمهوري ریاست ویاند نظیف الله سالارزی ملګرتیا کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته