ورزش

دهرات دفوټسال سياليو دوام وموند.

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٢
په هرات کې دفوټسال سياليو پرون په ٧ لوبو سره دوام وموند.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو لوبو کې دميوند، آريانا ، آزاده ګانو،انصاري،سرخ پوشانو او د آمو ټيمونه په خپلو سيالانو بريالي شول او دمتحد او شهيد بلخي ټيمونو لوبه دڅلورو ،څلورو ګولونو په وهلو سره برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ د ١٦ ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن به د غازي او آريانا ، سرخ پوشانو او انصاري او دکهسان او دشهيد بلخي ټيمونه لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته