خبرونهامنیت

په قندهار کې ۶۰ طالبان ووژل شول

قندهار/ دسلواغې ۱۰مه/ باختر
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د قندهار ولایت د”ډنډ” ولسوالۍ په ځلاخان سیمه کې او د “ارغنداب” ولسوالۍ کوهک، ناګهان، جیلاهور او هدیره سیمو کې د ترهګرو پر وړاندې ګډ عملیات ترسره کړل. د ملي دفاع وزارت سرچينې وايي چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د دغو ګډو عملیاتو په پایله کې، ۶۰ طالبان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول. په نښتو کې د دښمن ۴ موټرونه، او یوه اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي. همدا راز ۶۳ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه چې طالبانو د قندهار د “ژیړۍ” “ارغنداب” او “میوند” ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو او د ملکي خلکو تګ راتګ په لاره کې ځای پرځای کړي وو، د ۲۰۵ اتل قول اردو ځواکونو د انجنیرۍ ټیم کشف کړل او له منځه يې يوړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته